‏د افغانستان او چین تر منځ د ډیپلوماټیکو اړیکو اویایمه کلیزه ولمانځل شوه

نن د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کې د افغانستان او چین د ډیپلوماټیکو اړیکو د اویایمې کلیزي په مناسبت غونډه ترسره شوه
په دغه غونډه کې د ا.ا.ا. بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین الحاج شیر محمد عباس ستانکزي، د چین ولسي جمهوریت سفیرښاغلي ژاو شینګ، ډیپلوماتانو، د بهرنیو چارو وزارت ریسانو، د پوهنتون استادانو او محصلینو، افغان او چینايي سوداگرو ګډوند درلود.
په غونډه کي د افغانستان او چین ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو پرکچې، اهمیت او تیرو شویو جریاناتو خبرې وشوې او په اوږد مهاله توکه د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر زیاتوالي او د اړیکو پر لا پیاوړتیا خبرې وشوې.