د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عاليقدر اميرالمؤمنين حفظهالله تعالی او د هېواد د سترې محکمې د محترم مشر شيخ عبدالحکيم حقاني صاحب په اړه د یادي «محکمې» د يوه څارنوال د تورونو پر بنسټ د نيول کېدو غوښتنه، د ياد جوړښت د ډېری نورو پرېکړو په څېر له عادلانه حقوقي بنسټ څخه بېبرخې، دوه گونی چلن او سياسي هڅول شوې موضوع ده.د ا.ا.ا. دغه بېبنسټه تورونه په کلکو ټکو غندي او ردوي يې.دغه جوړښت په داسې حال کې د اسلامي امارت پر محترمو مشرانو بېبنسټه تورونه پورې کوي چې اوس په افغانستان کې سرتاسري امن راغلی، ولس یې تازه د ارامۍ ساه اخیستې، شخصي زندانونه، اختطافونه، د جنگسالارانو د قدرت جزیرې او ډېرې نورې ناخوالې او بشر ضد کړنې له منځه تللې دي.د تأسف ځای دی چې په افغانستان کې د شل کلن اشغال پر مهال د بهرنيو ځواکونو او د هغوی د داخلي ملگرو پر جنگي او بشر ضد جرمونو دغې ادارې سترگې پټې کړې دي.دغه وړ ناسم چلن د ياد جوړښت واردمخه کمزوری اعتبار نور هم له منځه وړي او په نړيواله کچه يې حيثيت او دريځ په بشپړ ډول بېمعنا کوي. نوموړی جوړښت دې هڅه نه کوي چې د بشري حقونو يو ځانگړی تفسير پر ټوله نړۍ تحميل کړي او د نورې نړۍ د خلکو دیني او ملي ارزښتونه له پامه وغورځوي.