د افغانستان – ترکمنستان او چالک هولډنګ ګروپ استازو ترمنځ د برېښنا ټاپ – ۵۰۰ پروژې عملي چارو پېل په موخه له فتحې وروسته نن ورځ په کابل کې لومړنۍ درې اړخیزه ناسته ترسره شوه.
دغه ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت په کوربه توب د افغانستان اوبو او انرژۍ وزارت، برېښنا شرکت او د ترکمنستان انرژۍ وزارت او د ترکیې چالک هولډنګ ګروپ استازو ترمنځ د ټاپ – ۵۰۰ پروژې د چارو عملي پېل په موخه د ګډې لار نقشې او عمل پلان پر جوړېدو تفصیلي خبرې اترې وشوې.
ټاپ -۵۰۰ پروژه په لوړ ولټاژ سره د ترکمنستان برېښنا لومړی هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو ته لېږدوي چې لدې وروسته به د ترکمنستان یاده برېښنا پاکستان ته لېږدول کېږي چې د داخلي اړتیاوو سربیره به د ټرانزیټ له درکه افغانستان ته په کلني ډول د پام وړ ګټه ترلاسه شي.
دغې پروژې تطبیق په موخه افغان لوري د مختلفو وزارتونو ترمنځ د ګډ سکرتریت رامنځته کېدو خبر ورکړ چې د یادې پروژې عملي چارو پېل او د چارو همغږۍ برخه کې به ګړندي ګامونه واخلي.
ترکمنستان انرژۍ وزارت او د ترکیې چالک هولډنګ ګروپ مسؤلینو په افغانستان کې د موجوده امنیت او سیمه ییز اتصال برخه کې د همکارۍ فضا نه خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې لېواله دي د افغانستان دننه د برېښنایي پراختیا سربیره دا پروژه تر خپل وروستي مسیره چې پاکستان دی؛ وغځوي.
درې واړو لورو هوکړه وکړه چې د ټاپ -۵۰۰ پروژې تطبیق په موخه به د توافقاتو او عمل پلان ایجاد او نهایي کېدو لپاره د تخنیکي کمیټو او سکرتریت ترمنځ د منظم عمل پلان له مخې ناستې دوام وکړي.
افغان لوري د اقتصاد محوره سیاست تر چتر لاندې په افغانستان کې د برېښنا برخه کې د کاسا – ۱۰۰۰ پروژې او د ګازو ټاپي نل لیکې عملي چارو پېل د سیمه ییز اتصال برخه کې د افغانستان جدیت وښود چې په تعقیب به یې اوس د ټاپ – ۵۰۰ پروژې چارې د اوږدو کلونو ځنډ وروسته په افغانستان کې عملا پېل شي.