د ا.ا.ا. بهرنیو چارو له وزیر محترم مولوي امیرخان متقي سره، نن په کابل کې د ناروې شارژدافیر ښاغلي پير البرټ الساس وکتل. دواړو لوریو د سیاسي، اقتصادي او بشري موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په ترڅ کې په افغانستان کي د رامنځته شویو فرصتونو یادونه وکړه او څرگنده یې کړه چې له نړیوالو سره مثبت تعامل او پر متقابل احترام ولاړو اړیکو ته هرکلی وايي، هغه زیاته کړه چې د سیمې او نړۍ هېوادونه دې له افغانانو سره د اقتصادي ودې او پراختیایي چارو په برخه کې ښکېلتیا رامنځ ته کړي.د ناروې شارژدافیر په خپلو خبرو کې د افغانستان امنیتي وضعیت ښه او له نیشه یي توکو سره د افغان حکومت مبارزه مؤثره وبلله، څرگنده یې کړه چې ناروې به له افغانستان سره خپلې ښکېلتیا ته دوام ورکوي او فعالیتونه به یې ادامه پیدا کوي. د ناستې په پای کي د مثبت تعامل پر اړتیا گډ بحث او خبرې وشوې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو لاپراختیا ته هیله مندي وښودل شوه.