د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته د پاکستان دايمي استازي هغه تورونه ردوي او بېبنسټه يې بولي چې گواکې له افغانستان څخه سيمې او نړۍ ته د ترهگرۍ گواښ شته. نړیوالې ټولنې ته په ډاډ څرگندوو، چې په افغانستان کې د داعش او يا نورو ډلو پټنځایونه د اسلامي امارت له راتلو وروسته په بشپړه توگه له منځه تللي دي او عملاً د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته هېڅ ډول خطر نه دی رامنځ ته شوی.که په افغانستان کې هم کومه امنیتي پېښه رامنځته کیږي، عاملین یې د ډیورنډ کرښې له پورې غاړي رااوښتي وي.د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت پر نړیواله ټولنه غږ کوي، چې ځيني هېوادونه د دې پر ځای چې خپلو کورنيو سياستونو کې د سمونونو له لارې خپل سياسي، امنيتي او اقتصادي ثبات ته کار وکړي، هڅه کوي افغانستان د ناسمو تبلیغاتو له مخې بېثباته وښيي او له خپلو کورنیو ستونزو د خلکو او نړۍ توجه بل لوري ته واړوي او یا هم هڅه کوي چي د اسلامي امارت او نړیوالو تر منځ بېباوري رامنځ ته کړي، خو په افغانستان کې له لسيزو جگړو وروسته د امنيت ټينگښت، د سياسي او اقتصادي پراختياوو مخه په داسې ناکامه هڅو نه شي نيول کېدای.