په قاهره کې د ا.ا.ا. لوی سفارت په هڅو د بېلابېلو هېوادونو له زندانونو څخه ۱۷ افغانان ازاد شول.
د مصر په پلازمېنه قاهره کې د ا.ا.ا. د لوی سفارت په هڅو په تېرو درې میاشتو کې، د مصر په ګډون له یو شمېر افریقایي هېوادونو، لکه مراکش، لیبیا، سوډان او موریتانیا څخه، ۱۷ افغانان چې د بېلابېلو دلایلو له امله بندیان وو، له بند څخه آزاد او د آریانا افغان هوایي شرکت له لارې هېواد ته راولېږدول شول.
د یادونې وړ ده؛ چې د بندویانو دغه پروسه په قاهره کې د افغانستان لوی سفارت او د مذکوره هېوادونو په همغږۍ ترسره شوې، همداراز یاد سفارت هڅه کوي، چې په راتلونکي کې هم د خپلو اتباعو د ساتنې او د هغوی د حقونو د خوندي کولو لپاره خپلې هلې ځلې جاري وساتي.