د بهرنیو چارو له وزیر سره د اسلامي همکارۍ سازمان مرستیال او ځانگړي استازي وکتل

د اسلامي همکارۍ سازمان مرستيال او د افغانستان له پاره ځانګړي استازي، ښاغلي طارق بخيت، او ور سره پلاوي يې د بهرنيو چارو له وزير، محترم مولوي امير خان متقي، سره وکتل. په دې کتنې کې دواړو لورو د امنيت، تعليم، مخدره موادو سره مبارزې، اقتصاد، بشري او پرمختيايي مرستو، په ياد سازمان کې د افغانستان اسلامي امارت د استازيتوب پر پياوړتيا او نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

د بهرنيو چارو وزير د امنيتي، اقتصادي، تعليمي، له مخدره موادو سره مبارزې، د سيمې او نړۍ له هيوادونو سره د مثبت تعامل او نورو ډګرونو کې د اسلامي امارت هڅو او لاس ته راوړنو ته په اشارې وويل چې ځمکنی واقعيت له هغه څخه خورا مثبت توپير لري څه ډول چې په بهرنيو رسنيو کې ښکارول کيږي او هيله يې وکړه چې بهرني اړخونه باید د رسنيو له خوا وړاندې کيدونکي تصوير پر ځای ځمکني واقعيتونه په خپلو سترګو وګوري. نوموړي همداراز زياته کړه چې د جګړو له کبله د نړيوالو په ذهن کې د څلوېښتو کلونو جوړ شوي تصوير بدلول يوازې په خپلو سترګو د واقعيتونو د ليدلو له لارې ممکن دی.

سفير طارق بخيت وويل: دا چې مونږ دلته يو، په دې دلالت کوي چې مونږ په خپلو سترګو واقعيتونه ليدل غواړو نه د نورو له سترګو، او دا چې نظرونه به د بېلابېلو اړخونو اورو، خو په پای کې به پرېکړه په خپلواکه توګه او د واقعيتونو په رڼا کې کوو. نوموړي زياته کړه چې مونږ له افغانستان سره په تعامل کې له پيل څخه د سليقوي چلن پلويان نه يو او د واقعيتونو د موندلو او انعکاس پر تګلارې باور لرو. ښاغلي طارق بخيت وويل چې د اسلامي همکارۍ سازمان به له بېلابېلو لارو د افغانستان ملاتړ ته ادامه ور کړي.