د قزاقستان هېواد د جمهوري ریاست د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ د مشر دکتور یرکین توکوموف په مشرۍ او په کابل کې د قزاقستان سفارت د شارژدافیر په ملتیا د دغه هېواد یوه پلاوي نن د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.
په پیل کې د بهرنیو چارو وزیر پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د قزاقستان له جمهوریت څخه مننه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت سره د واقعیتونو پر بنسټ اړیکې پالي. متقي صاحب وویل: افغانستان د قزاقستان جمهوریت ته د نژدې ملګري هېواد په سترګه ګوري او موږ هیله لرو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته مثبت تعامل به لا نور هم پراخ شي. د هغه په وینا، افغانستان هیله لري چې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د پرمختګونو ترڅنګ د سیاسي اړیکو کچه د اوس په پرتله نوره هم لوړه شي.
د پلاوي مشر ښاغلي توکوموف په خپلو خبرو کې د دغه سفر یو هدف د افغانستان ځمکني واقعیتونه د قزاقستان ولسمشر او ولس ته منعکسول وښودل او ویې ویل، چې د دغه سفر پر مهال یې د افغانستان د وضعیت په اړه خورا مثبت اغېز اخیستی دی. د هغه په خبره، د قزاقستان ولسمشر د افغانستان مسائلو ته ځانګړې توجه لري او همدا لامل دی چې اوسمهال دواړه هېوادونه ښې اړیکې او پراخ تعامل لري.
په دغه ملاقات کې له افغانستان سره د بیارغونې او زېربناوو د جوړونې، د قزاقستاني متخصصینو له تجربو څخه د ګټي اخستني، کرنیزو، سوداګریزو او صنعتي برخو کې د همکاریو، برېښنایي حکومتولۍ او نورو بېلابېلو برخو کې د همکاریو په تړاو تفصیلي بحث وشو.