د‌قصاص اړوند د یوناما د څرګندونو په اړه د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

افغانستان اسلامي امارت د محاکمو له قضايي پروسې سره سم، چې په ترتیب سره د حقوقي قضیو په اړه د ثلاثه محاکمو (ابتدائيه، مرافعه او تمیز) له هر اړخیزو څېړنو وروسته حکم نهایي کیږي او همداراز تورن ته له ابتدا څخه دفاع حق هم ور کول کیږي او بیا فیصله اورول کېږي.

د دغې دقیقې قضايي پروسې له طی کېدلو وروسته بادغيس، نيمروز او فراه ولايتونو کې د قصاص د حکم د تطبيق په اړه د يوناما وروستۍ څرګندونې، چې قصاص پکې د ژوند د حق مخالف بلل شوی او د دغه الهي حکم د تعليق او لغو کولو غوښتنه يې کړې، غيرمسؤولانه او له اسلامي احکامو څخه پر ناخبرۍ ولاړ عمل بولي.

ټولو ته بايد واضحه وي، څرنګه چې د شرعي حدودو او د هغو له ډلې د قصاص د حد تطبيق د اسلامي شريعت يو غيرقابل انکار برخه او شرعي نصوصو کې «ژوند» ياد شوی او عملي انساني تجربو يې هم د عدالت او ټولنيز نظم د تامين په برخه کې موثريت ثابت کړی، د ا.ا.ا. چي یو اسلامي نظام دی، د قصاص د حکم تطبيق خپل مکلفيت بولي.

پر دې اساس، د بهرنيو چارو وزارت يوناما ته ور يادوي چې د اسلامي شريعت پر احکامو د نقد جسارت يو غيرمسؤولانه، د يوناما د ماموريت خلاف او د نه زغم عمل دی چې بايد په راتلونکي کې ترې په جدي ډول ځان وساتي.