د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي او د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محترم رشید مردوف د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
په دغه ویډیو کنفرانس کې د افغانستان او ترکمنستان په سیاسي او اقتصادي اړیکو، د دیپلوماتیکو اړيکو د کچې پر لوړولو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د لویو پروژو، په ځانگړې توگه د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نلليکې د چارو په اړه تفصیلي بحثونه ترسره شول.
د هېواد د بهرنيو چارو وزير د دواړو هیوادونو دوې اړخيزې اړيکې تر بل هر وخت پياوړې وبللې او د لازیاتو همکاریو او پرمختگونو لپاره یې شرایط مساعد وبلل
.مولوي امير خان متقي يو ځل بيا د مشترکو سترو اقتصادي پروژو د پلي کېدو په برخه کې د افغانستان د حکومت ژمنتيا په ډاگه کړه
. ښاغلي رشید مردوف د ټاپي پروژې روانې چارې مثبتې وارزولی او په نږدې راتلونکي کې یې د ریل پټلۍ، سوداگرۍ او ټرانزيټ په برخو کې د عملي همکاریو د پراختیا خبر ورکړ.
د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير همداراز ژمنه وکړه چې هېواد به يې په لنډه موده کې افغان سوداگرو ته د ویزو په ورکړه کي نورې اسانتياوې هم راولي
.دواړو لوريو هوکړه وکړه چې د ټاپي پروژې د چارو چټکتیا، د ریل پټلۍ پراختیا، برېښنا، ټرانسپورټي آسانتیاوو رامنځته کولو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه به ناستو او مشورو ته دوام ورکوي.