د بهرنيو چارو وزير سره د چين او پاکستان ځانګړو استازو وکتل

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره په کابل کې د چین ځانگړي استازي ښاغلي یوی شیایونگ او د پاکستان ځانگړي استازي ښاغلي محمد صادق او ورسره پلاویو وکتل.

په دې ناسته کې د افغانستان – چین – پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوگ د پنځمې ناستې د موضوعاتو د تعقیب او راتلونکې شپږمې ناستې، همدارنگه د افغانستان د گاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د راتلونکې پنځمې غونډې، سیاسي او اقتصادي‌ همکاریو بحثونه وشول.

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د دواړو هیوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې مهمي وبللې او هیله یې وښودله چې په راتلونکي‌ کې هم په دغو برخو کې ښه پرمختگونه وشي.

د چین او پاکستان ځانگړو استازو افغانستان سره د ښه گاونډیتوب او متقابل احترام په اساس د اړیکو د لا پرمختگ ژمنه وکړه. همداراز، د بحثونو په نتیجه کې لوریو توافق وکړ چې د درې واړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ډيالوگ شپږمه ناسته به په کابل کې دایرېږي.
او هم به د افغانستان د گاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د راتلونکې غونډې لپاره امادگي نیسي.