د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمد نعیم سره د ازبکستان سفیر ښاغلي عثمان اویبېک وکتل.
په دې کتنه کې د دوهاړخیزو اړیکو پر پراختیا، سوداګرۍ، ټرانزیټ او په یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو مفصل بحث وشو.
ډاکټر نعیم د افغانستان او ازبکستان اړیکې تاریخي وبللې او څرګنده یې کړه چې د اقتصادي همکاریو لپاره پراخ فرصتونه شته او د دې فرصتونو څخه د ښې استفادې په موخه د ټرانزیټي اسانتیاوو رامنځته کول او د سوداګرۍ پراخول کولی شي د دواړو هېوادونو لپاره ګډې ګټې ولري.
سفیر اویبېک د ترمذ په غونډې کې د ډاکټر نعیم له فعال ګډون مننه وکړه او دا یې د اړیکو د لاپیاوړتیا ښکارندوی وباله. نوموړي د ټرانسافغان پروژې او نورو برخو اړوند خپلې برنامې هم شریکې کړې.
د کتنې په پای کې دواړو خواوو د هر اړخیزو همکاریو پر پراخولو او هم د ګډ تفاهم پر دوام ټینګار وکړ.