په دې کتنه کې صنعتکارانو د اسلامي نظام له حاکمیت، ټینګ امنیت او روانو رغنیزو فعالیتونو خوښي وښوده او څرګنده یې کړه چې دا مهال په هېواد کې ۳۸ صنعتي خونې او له ۶۰۰۰ زیاتې فابریکې فعالې دي، چې په مستقيم او غير مستقيم ډول يې میلیونونو کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.
همداراز ښاغلي دکتور نعیم صنعتکاران د هېواد د اقتصاد يو مهم بنسټ وباله، د دوی هڅې او لاستهراوړنې یې وستایلې؛ هغه وویل، اسلامي امارت د کورني صنعت ملاتړ ته ژمن دی او د بهرنیو چارو وزارت همېشه هڅه کړې چې د صنعتکارانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه کړې په ځانګړې توګه د قونسلي خدماتو په برخه کې ، نوموړي وویل، هڅه کوي چې شته ستونزو ته هم په ګډه حل لارې ولټوي ددې تر څنګ د نړیوال بازار په موندنه کې هم دوامداره هڅې روانې دي.
صنعتکارانو د دغې لیدنې څخه خوښي وښوده او څرګنده یې کړه چې اسلامي امارت د هېواد د صنعتي ودې او اقتصادي پیاوړتیا لپاره ژمن دی، او دوی چمتو دي چې د دې ستر هدف لپاره خپلې هڅې لا پراخې کړي.