د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مسکو کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچوک سره وکتل. په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي تفاهم ترڅنګ، د اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي او انرژۍ همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو د سیاسي اړیکو د مثبت مسیر د یادونې ترڅنګ، د روسیې له رهبرۍ څخه د افغانستان په اړه د مثبت سیاست له امله مننه وکړه او ویې ویل چې موجود سیاسي تفاهم باید په عملي اقتصادي شراکت بدل شي. نوموړي د سوداګرۍ د پراختیا، ترانزیټ او سیمهییز اتصال، په افغانستان کې د روسي پانګونې، انرژۍ او کانونو په برخو کې د ګډو همکاریو، او د بانکي او تادیاتو د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
ښاغلي الکسي اوورچوک داقتصادي همکاریو په برخه کې د روسیې چمتووالی څرګند کړ او ویې ویل چې اوس د عملي همکاریو د پیل لپاره مناسب شرایط برابر شوي دي.
نوموړي د ترانزیټ، ترانسپورټ، انرژۍ او نورو برخو کې له افغانستان سره د ګډ کار پر پراختیا ټینګار وکړ، د تېر کال د سوداګرۍ د پام وړ زیاتوالی یې یاد کړ او هیله یې څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکې کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ لا ډېرې عملي اقتصادي همکارۍ رامنځته شي.