‏د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت، ښاغلي داتو سِري انور ابراهيم ته د ماليزيا د لومړي وزير په توګه د ټاکل کېدو په وياړ د مبارکۍ مراتب وړاندې کوي او په دې ماموریت کې ورته د بریا هیله کوي.

‏افغانستان او ماليزيا دوه وروڼه اسلامي هيوادونه دي چې له ۱۹۵۷ کال راهيسې د دوستانه اړيکو اوږده مخينه لري. مالیزیا د ا.ا.ا په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري او له نوي حکومت سره په ګڼو برخو کې ګډ کار ته چمتو یو.