ښاغلی شیر محمد عباس ستانکزی د مرحوم حاجي پادشاه خان زوی، په ۱۳۳۸ کال د لوگر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په عباس کلي کې زیږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې د خپل کلي په جومات او د کابل په عمراخان ښوونځي کې ترسره کړي او د کابل حربي ښوونځي څخه فارغ شوی دی.
د سردار محمد داود خان لخوا د نورو افغان محصلینو سره یوځای د لوړو نظامي زده کړو لپاره هندوستان ته ولیږدول شو او په ۱۳۶۰ کال کې د تعلیم له بشپړولو وروسته د شوروي اشغال پر خلاف د جهاد لیکو ته وروگرځید.
په جمعیت اسلامي او اتحاد اسلامي گوندونو کې يې د نظامي استاذ په توگه دندې ترسره کړي او په ۱۳۶۴ کال د اتحاد اسلامي د جنوب لویدیځې حوزې نظامي امر و. نوموړي د کلات، کندهار هوايي ډگر، لښکرگاه او نورو لویو عملیاتو کې عملا برخه اخیستې او له هماغه وخته یې د ملا بورجان، ملا مشر، ملا محمد رباني او د اسلامي امارت د نورو پخوانیو مشرانو سره ملگري درلوده.
په ۱۳۶۹کال د حرکت انقلاب اسلامي گوند د عمومي نظامي مسوول په توگه وټاکل شو او په هېواد کې د کمونستان رژیم د ډاکټر نجیب الله د حکومت تر سقوطه په همدې دنده پاتې شو.
د تنظیمي جگړو پر مهال په کور کښیناست، کله چې د طالبانو اسلامي تحریک رامنځ ته شو ورسره یو ځای شو. د طالبانو د اسلامي امارت تحریک په لومړیو کې د کندهار ولایت د خارجه اړیکو مرستیال و، پر هېواد د افغانستان اسلامي امارت له واکمنېدو او د کابل له نیولو وروسته د بهرنیو چارو وزارت د معین او بیا د عامې روغتیا وزارت د معین په توگه دندې ترسره کړي.
پر هیواد د امریکایې یرغل وروسته یې یو ځل بیا په نظامي او سیاسي مبارزه لاس پورې کړ، په لومړيو کې د طالبانو د سیاسي کمېسيون غړی و، بیا یې مرستیال شو او وروسته د ۲۰۱۵ اگست تر ۲۰۱۹ جنوري پورې په قطري پلازمېنه دوحه کې د سیاسی دفتر رییس وو.
ښاغلي ستانکزي له امریکایانو سره د افغانستان اسلامي امارت د مرکچي پلاوي مشري په غاړه درلوده په داسي حال کې چې د اسلامي امارت د رهبرۍ شورا غړی، د سیاسي دفتر معاون او د مذاکراتي ټیم مرستیال وو.
د اگست په ۱۵مه په هېواد کې د امریکايي اشغال له پای ته رسېدو وروسته، د افغانستان اسلامي امارت د کابینې له اعلان سره سم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین وټاکل شوو.