‏د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت هغه غمجنه او خواشینونکې پیښه په کلکه غندي چې نن سهار د انقرې د پولیسو د عمومي ریاست د دروازې مخې ته رامنځته شوه او ترکيې جمهوريت د یو شمیر پولیسو د ټپي کیدو سبب شوه.

ترکیې جمهوریت ولس او حکومت ته د خپلې ډاډګيرنۍ مراتب وړاندې کولو تر څنګ په پېښې کې د ژوبل شوو کورنیو ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سلامتيا او روغتیا هیله کوي.