د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په ډیرې خواشینۍ سره د کویت ورور هېواد أمير شيخ نواف الأحمد الجابر الصباح د ميړیني خبر ترلاسه کړی. انا لله وانا الیه راجعون

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نوموړي د مړينې تعزيت او تسلیت د کویت هېواد حکومت او ولس ته وړاندې کوي،له الله جل جلاله څخه ورته د مغفرت او رحمت غوښتنه کوي، او د کویت هېواد حکومت او ولس ته جميل صبر غواړي.