د ایران اسلامي جمهوریت د مطرحو رسنیو استازیو، خبریالانو او د رسنیو متخصصینو پلاوي د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین الحاج شېر محمد عباس ستانکزي وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي ستانکزي صېب دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان او ایران اړیکې له دین، فرهنګ، کلتور او عناناتو له کبله نه شلېدونکې او اړینې وبللې.
ده زیاته کړه؛ افغانستان او ایران دوه هغه هېوادونه دي، چې په نړیواله سطحه د بندېزونو سره مخ دي او نشي کولی، چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره په ازادانه توګه تجارت وکړي؛ نو په همدې اساس دواړه هېوادونه کولی شي،په خپل منځ کې تجارت او ټرانزیټ ته وده ورکړي او هم د یو بل سره ښې او صادقانه اړیکې ولري.
ښاغلي ستانکزي صېب؛ د یاد پلاوي پوښتنو ته د ځوابونو په لړ کې د ا.ا.ا. د پالیسۍ، د افغانستان اوسني وضیعت او د نجونو د تعلیم په هکله وویل: اسلامي امارت د ګاونډیانو په ګډون د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او هیچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي.
اوس افغانستان د پیاوړي مرکزي حکومت په درلودلو سره بشپړ امن دی، فساد له منځه تللی، د کوکنارو کښت او قاچاق مخنیوی شوی او په نشیي توکو روږدي کسان تداوي شوي او دا لړۍ لاهم روانه ده.د نجونو تعلیم د هغوی شرعي حق دی او په دې برخه کې زمونږ هڅې دوام لري؛ تر څو د مناسب چاپیریال په رامنځته کولو سره ژر تر ژره دغه دروازې پرانیزو.
په پای کې ښاغلي ستانکزي صېب؛ رسنیو ته په اشارې زیاته کړه؛ د دواړو هېوادونو رسنۍ په ګډ تفاهم کولی شي، چې حقایق درک کړي او د افغانستان رښتنی انځور د خپلو خلکو په ګډون دنړۍ خلکو ته وړاندې کړي.
یاد پلاوي د ښاغلي ستانکزي صېب له لیدنې څخه د خوښۍ ترڅنګ ډېره مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د افغانستان موجوده حقایق به د رسنیو له لارې له خپلو خلکو او نړیوالو سره شریکوي.