د افغانستان اسلامي امارت او د ملگرو ملتونو د ادارو تر منځ ناسته وشوه

په دې ناستې کې د اسلامي امارت له خوا د بهرنيو چارو وزارت تر څنګ د کليو د بيا رغونې او پراختيا، اقتصاد، ماليې، کورنيو چارو، عامې روغتيا، مهاجرينو او راستنيدونکو چارو، کرنې او مالدارۍ، اوبو او برېښنا، صنعت او سوداګرۍ، اطلاعاتو او فرهنګ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، معارف، شهداوو او معلولينو وزارتونو، د ښارواليو د چارو د انسجام رياست، کابل ښاروالۍ، او چاپيريال ساتنې ملي ادارې لوړپوړو استازو ګډون کړی وو. همداراز پکې د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختيايي مرستو د مسؤولينو تر څنګ په افغانستان کې مېشتو د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو (OCHA، WFP، UNDP، UNICEF، UN Habitat، FAO، UNHCR، UNESCO، ILO، UNFPA، WHO، UNODC ) مسؤولينو، نړيوالو مؤسسو (IRC، INTERSOS، NRC، ACBAR، DACAAR، ACF) او د خصوصي سکتور لوړپوړو استازو ګډون کړی وو.

په ناستې کې په بېلابېلو ډګرونو کې د افغانستان د خلکو پر اړتياوو او د اسلامي امارت پر لومړيتوبونو، په تېر يوه کال کې د ملګرو ملتونو له خوا شويو مرستو او راتلونکو پلانونو او د دواړو لورو تر مينځ د تفاهم او همغږۍ .د پراختيا په اړه بحثونه وشول

د بهرنيو چارو وزير، مولوي امير خان متقي، په خپلو خبرو کې وويل په هيواد کې د جګړې له ختمېدو وروسته اوس د دې وخت رارسېدلی چې ټولې هڅې د هيواد پر رغونې او پرمختګ متمرکزې شي. نوموړي زياته کړه چې سره له دې چې د افغانستان اسلامي امارت په خپل ټول توان هڅه کوي چې هيواد بېرته پر خپلو پښو ودريږي او په بشري او پرمختيايي ډګرونو کې ځان بساينې ته ورسيږي، مګر د څلوېښت کلنې جګړې له کبله د ويجاړ اقتصاد، سوونو زرو کونډو او يتيمانو او معلولينو، په ګاونډيو هيوادونو کې ميليونونو مهاجرينو، پر بهرنيو مرستو ولاړ صحي نظام، ميليونونو معتادينو، په ماينونو او ناچاودو مهماتو د هيواد د يوې لويې برخې ککړتيا او نورو په بڼه اوښتو زيانونو جبيره کول او پرله پسې وچکالۍ، زلزلو، سيلابونو، اقليمي بدلون او نورو طبيعي ناورينونو پر وړاندې غبرګون له پاره د حکومت اوسني مالي امکانات بس نه دي، او په لنډ مهال کې نړيوالو مرستو ته اړتيا پر خپل ځای پاتې ده.

محترم متقي صاحب وويل چې له نړيوالو مرستو څخه د اعظمي استفادې له پاره اړينه ده چې د مرستو نوعيت او د وېش بڼه د افغانستان د خلکو له اړتياوو او لومړيتوبونو سره سمه عياره شي.

د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختيايي برخې مسؤول او د يوناما مرستيال، ښاغلي انډريکا رتواتي، د ملګرو ملتونو فعاليتونو ته د ځغلنده کتنې تر څنګ وويل چې ملګري ملتونو پر دې کار کوي چې د مرستو نوعيت د بشري مرستو تر څنګ پرمختيايي مرستو ته واړوي او هغه ساحې يې په ګوته کړې چې د ملګرو ملتونو مرستې به پر هغو تمرکز کوي.

د ناستې په ترڅ کې د افغانستان اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو ادارو استازو د لومړيتوبونو د شريکولو او همغږۍ د پياوړتيا په اړه خبرې وکړې.

د ناستې په پای کې له طبيعي پېښو، په ځانګړې توګه په هيواد کې له وروستيو سېلابونو څخه متأثره شويو هيوادوالو اړتياوو ته د عاجلې رسېدنې، د همکارۍ او همغږۍ د موجوده روحيې پر ساتلو او زياتولو، له بشري مرستو څخه انکشافي مرستو لور ته د حرکت، او د موضوعاتو د تفصيلي بحث له پاره د تخنيکي ميکانيزمونو پر رامينځ ته کولو هوکړه وشوه.