د بهرنیو چارو له وزیر سره د ملگرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې لیدنه

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره په سیاسي برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمُنشي مرستیالې آغلې روزمېري ډیکارلو وکتل.
په دې ناسته کې د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ پر اړیکو، دوحې ۳مه ناسته او د ناستې پر اجنډا او ترکیب هراړخیزې خبرې وشوې.
په سر کې د سرمُنشي مرستیالې وویل، چې دوحه ۳ کې به د غړو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو ترڅنګ دا ځل د نړیوال بانک او اسیايي بانک استازي هم ګډون کوي.
آغلې روزمېري ډیکارلو وویل، چې دوحه ۳ کې به د بحث محورونه پر مالي او بانکي موضوعاتو، مخدره موادو پرخلاف مبارزه او کروندګرو ته بدیل معیشیت او همداراز د اقلیم بدلون او ترې افغانستان ته راټوکېدلو زیانونو په اړه خبرې اترې وشي.
آغلې مرستیالې وویل چې د افغانستان حکومت سره تعامل غواړي او ښايي واضح بحثونه او د دواړو لوریو پر غوښتنو او اندېښنو په اړه خبرې اترې ولرو.
د بهرنیو چارو وزیر وویل، افغانستان د ملګرو ملتونو سازمان له لومړنیو غړو هېوادونو څخه و او دغه سازمان سره یې فعالې اړیکې درلودې او اوس اسلامي امارت هم یوناما سره په کابل کې ښې اړیکې لري.
مولوي امیر خان متقي وویل، په ملګرو ملتونو کې باید د افغانستان واقعي استازی د نظام استازیتوب وکړي او په دې اړه پراته خنډونه باید لرې شي.
متقي صاحب وویل، چې ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د افغانستان اړیکې مخ پر غوړېدو دي او زیاته یې کړه چې د امارت د بهرني سیاست اساسي اصول توازن او اقتصادمحوري ده چې ټولو لوریو ته پکې ښه فرصتونه شته.
مولوي امیر خان متقي وویل، امارت په دوحه ۲ کې هم معناداره ګډون غوښت او یوازې تشریفاتي ګډون ګټور ونه بلل شو.
د بهرنیو چارو وزیر وویل، دوحه ۳ کې د مخدره موادو پرخلاف مبارزه، مالي او بانکي مسایل او اقلیم بدلون اغېزو په اړه بحث د دوو اړخیزو همکاریو ښه موارد کېدلای شي.
متقي صاحب وویل، د دوحه ۳ ناسته کې د پورتنیو د بحث مواردو ترڅنګ ښايي د ترکیب په اړه یې هم هوکړې ته سره ورسېږو.
د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې دوحه ۳ کې پر اساسي مسایلو بحث وشي، شته میکانیزمونه تقویه شي، اضافي او تحميلي تشکیلات او پریکړي ونه شي، پر حاشیوي او تشریفاتي مواردو باید له اصلي موضوعاتو څخه پام منحرف نه شي.
آغلې ډیکارلو وویل، چې د دوحه ۳ ناستې اساسي هدف افغانستان سره د نړیوالې ټولنې اړیکې عادي کول دي او زیاته یې کړه چې د امارت اړیکې ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره ښې دي او باید نورو هېوادونو سره هم دوو اړخیزو اړیکو کې پرمختګونه وشي.