په متحده عربي اماراتو کې افغانانو ته د برېښنایي پېژندپاڼو وېش پیل شو

نن ورځ چې له ۱۶/سرطان/۱۴۰۳ نېټې سره سمون خوري د متحده عربي اماراتو په پلازمينه ابوظبي کې د افغانستان سفارت کې د الکترونیکي تذکرو سیسټم پرانیست غونډه ترسره شوه، سرپرست سفیر م. بدرالدین راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ مېشتو افغانانو ته د یادې پروسې د پیل کېدو مبارکي وویله او له خپله اړخه یې د هر راز همکارۍ ډاډ ور کړ .
د غونډې په ادامه د نورو ویناوالو تر څنګ داحصائې ملي ادارې راغلي کاري ټیم په نمایندګۍ د الکترونیکي تذکرو د تخنیکي چارو د انسجام رئیس ښاغلي استاد سلطان احمد سباوون د وینا ترڅنګ د پروسې تخنیکي پړاؤنه تشرېح کړل او د خپلې ادارې په نمایندکۍ یې پوره اطمنان څرګند کړ.
د یادولو وړ ده چې د بهرنیو چارو وزارت ، احصائیې ملي ادارې او سفارت د ګډو هڅو او همغژۍ په نتیجه کې د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ پیل شوه !
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

په متحده عربي اماراتو کې
د افغانستان لوی سفارت