نن د چین د فرهنگ او گرځندوی وزارت مرستیال او د چین د فرهنگي میراثونو د ملي ادارې عمومي مشر ښاغلي لي چُن، د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.
په دې ناسته کې د افغانستان او چین ترمنځ په فرهنگي تبادلې، د مس عینک په سیمه کې د لرغونو آثارو خوندیتوب او د افغانستان حکومت ته په گڼو تخنیکي برخو کې د بشري ظرفیت روزنې په اړه هراړخیزې خبرې وشوې.
په پیل کې د بهرنیو چارو وزیر هیله څرگنده کړه چې د مس عینک سیمه کې د لرغونو آثارو خوندیتوب له تضمین سره د مسو کان استخراج او پروسس ژر پیل شي.
همدا راز مولوي امیر خان متقي په خپلو خبرو کې د افغانستان او چین ترمنځ د واخان دهلیز د دواړو هېوادونو په نښلون کې مهم وباله او زیاته یې کړه چې د دهلیز رغونه د افغانستان د حکومت په لومړیتوبونو کې ده.
د چین د فرهنگ او گرځندوی وزارت مرستیال د افغانستان او چین دوې اړخیزې اړیکې مثبتې وبللې او افغانستان ته په خپل راتگ او له ځینو کلتوري سیمو په لیدنه یې خوښي څرگنده کړه.
ښاغلي لي چُن وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ فرهنگي همکاري کولای شي په گڼو نورو برخو کې همکاریو ته لار پرانیزي.
د چین د فرهنگ او گرځندوی وزارت مرستیال وویل، د مس عینک پروژه په خپله د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنگي تبادلې او تفاهم یو مثال دی او زیاته یې کړه چې د کانونو او فرهنگي چارو متخصصین یې په دې سفر کې ملتیا کوي ترڅو د مس عینک د استخراج چارې په داسې ډول پیل شي چې د لرغونو اثارو خوندیتوب هم تضمین شوی وي.