په ایران کې وروستیو پېښو چې ددې هېواد امنیتي چارواکو له خوا له یو شمېر افغان مهاجرینو سره د ناوړه چلند ښکارندویي کوي، د کلکو غندلو دی.
دغه ډول ناوړه چلند د افغان حکومت ژوره اندېښنه راپارولې او متعصبې ډلې هڅه کوي چې له دغه ډول پېښو څخه په استفادې سره د دواړو هېوادونو مثبتو او ښو اړیکو متأثره کړي.
له همدې امله د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د افغان مهاجرینو د کوربهتوب له امله د ایران له ملت څخه د مننې ترڅنګ، د ایران اسلامي جمهوریت له چارواکو څخه غواړي چې له افغانانو سره د وروستي ناوړه چلند عاملین تعقیب کړي او اجازه دې ورنکړي چې د افغانانو د حقونو نقض دې د افغان ولس د خپګان لامل شي.