د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د قرغزستان جمهوريت لخوا د طالبانو غورځنگ نوم، چې پخوا د ا.ا.ا. ته نسبت ورکول کېده، د ممنوعه ډلو له ليست څخه لرې کول د ستاينې وړ گام بولي او هرکلی يې کوي.
د نورو هېوادونو په تسلسل، د قرغزستان دا گام په سيمه او نړۍ کې د افغانستان اسلامي امارت په تړاو د سياسي درک د رامنځ ته کېدو ښکارندوی دی او د ا.ا.ا. او نورو هېوادونو ترمنځ د دوو اړخيزو اړيکو د لا پياوړتيا په لار کې د خنډ د لرې کېدو په معنا دي.