د عمان په سلطنت کې د ا.ا.ا. سفارت فعالیتونه بېرته پیل شوي دي

د عمان سلطنت پلازمېنه مسقط کې د افغان سفارت چاري د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماتانو له لوري په منظم ډول ترسره کیږي او ټولو ته خبر ورکول کېږي چې یاد سفارت د افغانستان او عمان د وګړو لپاره د ۱۴۴۶/۳/۵ نېټې د یکشنبې له ورځې څخه خپل فعالیتونه او خدمتونه په عادي ډول پیل کړي دي.
د کوربه هیواد په همکاري د یاد سفارت د فعالیتونو بیا پیل کیدل به د کابل او مسقط ترمنځ د سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او ديني اړيکو په پياوړتيا کې رغنده رول ولوبوي.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کي د عمان سلطنت د بهرنیو چارو وزارت له همکاري څخه مننه کوي