د ا.ا.ا.  پر لبنان، فلسطین، سوریې او یمن د صهیونیستي رژیم وروستي بريدونه په کلکو ټکو غندي

د افغانستان اسلامي امارت پر لبنان، فلسطین، سوریې او یمن د صهیونیستي رژیم هوایي بريدونه او د لبنان پر خاوره ځمکنی يرغل د ټولو نړیوالو منل شویو اصولو او اخلاقي موازینو خلاف د بشر ضد عمل بولي او په کلکو ټکو یې غندي.
اسلامي امارت، په فلسطين کې د روانې نسل وژنې په دوام، پر لبنان او د سیمې پر نورو هېوادونو د صهیونیستي رژیم د پراخېدونکو بریدونو په وړاندې د نړۍ د هېوادونو، جدي اقدام نه کول د توجیه وړ نه بولي او له ټولو سیمه‌ييزو او نړيوالو مسوولو لوريو جدي غوښتنه کوي، چې په گډه د صهیونیستی رژیم د یرغل مخه ونیول شي او د مشکل د اساسي حل لپاره قاطع تصمیم و نیسي.