ازبکستان کې د ا.ا.ا. سفير د باورليک کاپي د بهرنيو چارو وزير ته وسپارله

محترم شیخ عبد الغفار «بحر» پرون د ۱۴۴۶ هـ ق د ربيع الثاني ۶مه چې د ۲۰۲۴ د اکټوبر ۹مې سره سمون خوري د باورليک کاپي د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي بختیار سعیدوف ته وسپارله.
‏په دې مراسمو کې ښاغلی سعیدوف د ا.ا.ا. سفیر ته ښه راغلاست ووایه او دا یې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو په پراختیا کې مهم ګام وباله. نوموړي وویل، ازبکستان او افغانستان ګټې مشترکې دي او په تیرو درې کلونو کې ښه اقتصادي پرمختگ شوی چې د ښاغلي سفیر په راتګ سره به د دواړو هېوادونو اړیکې لا پراخې شي.
محترم عبد الغفار بحر وويل، خوښ یم چې د ا.ا.ا. د رسمي سفیر او فوق العاده استازي په توګه په ازبکستان کې خپله دنده پيلوم. ښاغلي بحر د دواړو هیوادونو تر منځ لوړې کچې ته د اړيکو پورته کیدل یو مهم فصل وباله او د لا قوي کیدو او پراخیدو هیله یې وکړه. همداراز نوموړي د افغانستان په اړه د ازبکستان د نیک نیت ستاینه وکړه او ازبکستان یې د افغانستان ورور هیواد و باله. ښاغلي بحر په افغانستان کې راغلی ثبات یو ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه چې افغانستان کې د پانگونې لپاره ښه زمینه مساعده ده چې باید اعظمي استفاده ترې وشي.
په پام کې ده چې د ا.ا.ا. سفير به په نږدې راتلونکي کې د باورليک اصل د ازبکستان ولسمشر ښاغلي شوکت میرضیایف ته وړاندې کړي.