افغانستان ته د ازبکستان نوي سفیر خپل د باورلیک کاپي د بهرنیو چارو وزیر ته وړاندې کړ

نن په کابل کې د ازبکستان جمهوریت نوي ګومارل شوي سفیر ښاغلي ایبک عثمانوف د خپل باورلیک کاپی د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ته وړاندې کړه.
په سر کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د ازبکستان نوي سفیر ته هرکلی وویه او ډاډ یې ورکړ چې د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت به ورسره په اړوندو چارو کې بشپړه همکاري کوي.
د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو په پلازمېنو کې د دواړو هېوادونو فعال سفارتونه دوو اړخیزو اړیکو کې د پرمختګ ښه نښه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سترو اقتصادي پروژو په برخه کې عملي ګامونه پورته شي.
ښاغلي ایبک عثمانوف په خپل وار د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې وروګلویزې وبللې او ژمنه یې وکړه چې د خپل ماموریت په دوره کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره هلې ځلې کوي.
د ازبکستان نوي سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه د پلاوو تبادله د نږدې اړیکو د بېلګي په توګه یاده کړه.