نن په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر او ددې هېواد د جمهور رئیس ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د مخې ښې لیدنه وکړه.
په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمهییزو پرمختګونو په اړه بحث وشو.
د بهرنيو چارو وزير د ایران اسلامي جمهوریت سفیر او ددې هېواد جمهور رئیس ځانګړي استازي د ماموريت په بهير کې د هلو ځلو ستاينه وکړه.
دبهرنيو چارو وزير دغه راز وويل چې د بهرنيو چارو وزارت چمتو دى چې د ايران اسلامي جمهوريت له نوي سفير سره د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا په پار کار وکړي .