نن په کابل کې د ترکیې جمهوریت سفیر جنګ اونال د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.
په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو هراړخیزې خبرې وشوې.
په سر کې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په برخه کې په ترکیه کې حلال نندارتون کې د افغان پلاوي ګډون او د لاجوردو لارې د فعالیت په تړاو په هغه هېواد کې د وروستۍ ناستې هرکلی وکړ او په دې اړه یې د ترکیې جمهوریت له مثبتو هڅو مننه وکړه.
مولوي امیر خان متقي همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو اوسنی وضعیت مثبت وارزاوه او هیله یې څرګنده کړه چې دواړه لوري وکولای شي نور رغنده ګامونه هم پورته کړي.
د ترکیې سفیر په خپل وار وویل، دمګړۍ د افغانستان د سوداګرۍ وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ په ترکیه کې دی، چې حلال نندارتون کې یې د ګډون ترڅنګ له خپل ترکي سیال سره هم پر دوې اړخیزې سوداګرۍ رغنده خبرې کړي دي.
همداراز د ترکیې سفیر وویل چې هېواد یې افغانستان سره اړیکو ته په مثبت نظر ګوري او هیله مندي یې وښوده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دیپلوماتیکو اړیکو کې لا پرمختګ وشي.