د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین الحاج شیر محمد عباس ستانکزي سره د افغانستان لپاره د اذربایجان سفیر ښاغلي الهام محمدوف وکتل.
د بهرنیو چارو سیاسي معین د اذربایجاني الوتکې لوېدو د غمجنې پېښې له امله خپل خواشیني څرگنده کړه او د افغانستان او اذربایجان تر منځ یې د سیاسي، اقتصادي اوټولنیزو دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینگار وکړ.
ښاغلي محمدوف د الوتکې د لوېدو په پېښه کې د افغانستان غمرازي او د تسلیت پیغام د دواړو هېوادونو د ورورگلوۍ او پالنې په توگه یاد کړ او مننه یې وکړه. هغه زیاته کړه، چې هېواد یې له افغانستان سره د سیاسي تعامل پراختیا ته لېوالتیا لري او د اقتصادي پیاوړتیا او هر اړخیزې هوساینې په لړ کې همکارۍ ته چمتو دی او د دوه اړخیزو اړیکو دا پیاوړتیا یې د دواړو هېوادونو لپاره ارزښتمنه وبلله.