د افغانستان او چین د ډیپلوماټیکو اړیکو د اویایمې کلیزې لمانځغونډې ته
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزرات د سیاسي معین وینا
۲۰ جنوري ۲۰۲۵
د بهرنیو چارو وزارت، ستوري ماڼۍ
الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على سيدنا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين،
أَعُوذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ
{وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإثْمِ وَالْعُدْوَانِ..} صدق الله العظيم
د چین ولسي جمهوریت محترم سفیر، ښاغلو ډیپلوماتانو، د بهرنیو چارو وزارت محترمو ریسانو، د پوهنتون درنو استادانو او خوږو محصلینو، افغان او چینايي قدرمنو سوداگرو او ټولو گډونوالو!
ښاغلو مېلمنو،
سلامونه، نیکې هیلې او پېرزوینې،
د خوښۍ ځای دی چې د جنورۍ په شلمه نېټه د افغانستان او چین د دیپلوماتیکو اړیکو اویایمه کلیزه پوره کیږي. د تاریخ په بنسټ د افغانانو او چینایانو اړیکې له اویا کلونو ډېرې زړې دي او آن د میلاد څخه دوه زره کاله پخوانۍ زمانې ته ستنیږي. د تاریخي استنادونو په اساس زمونږ نیکونو به د واخان له درې او د پامیر د غرونو څخه په اوښتو د چین د سینگیانگ Hotan یا زمونږ په اصطلاح خُتن ته د تجارت په موخه ځانونه رسول او له هغه لوري به ځايي خلک افغانستان ته د تجارت لپاره راتلل.
ښاغلو ،
د افغانستان او چین اړیکې د مختلفو دورو څخه تېرې شوي دي. د دې اړیکو د رغونې په اړوند کله طبیعي خنډونو او کله په دواړو لوریو کې سیاسي بې ثباتیو د پرمختگ مخه نیولې ده.
هغه وخت چې افغانستان د لرغوني وخت د اسیا څلورلارې بلل کېدله؛ واخان دره د تمدنونو د تقاطع نقطه گڼل کېدله. د ورېښمو له دې لارې همدغه لومړنیو تجارتي او کلتوري اړیکو افغانستان او چین د ديپلوماتیکي اړیکو په تار وپیېل.
افغانستان د چین د خلکو انقلاب په داسې وخت کې په رسمیت وپېژاند چې ښايي کمو دولتونو به په رسمیت پېژندلی وو. په همدې اساس افغانستان له هغه لومړنیو دولتونو څخه وو چې په ۱۹۵۵ میلادي کال کې یې خپل سفیر چین ته ولېږه او د چین سفیر کابل ته راغی او رسما یې خپل سفارت خلاص کړ.
د افغانستان د شاهي دورې په ټوله حکومتي دوره کې افغانستان او چین نیږدې سیاسي روابط وپالل، مگر کله چې کمونستي کودتا وشوه د افغانستان دودیز بهرنی سیاست چې به بې طرفۍ ولاړ وو لمنځه ولاړ او همدا علت وو چې د کمونستي رژیم او چین اړیکې تتې شولې.
د افغانانو ولسي خصلت دی چې بهرنی اشغال هیڅکله په خپله خاوره نه پرېږدي؛ د شوروي اتحاد د اشغال پرمهال چین د افغانستان د جهاد او مجاهدینو څخه ملاتړ وکړ.
د افغانستان اسلامي امارت مؤسس امیرالمؤمنین مرحوم ملا محمد عمر مجاهد رح په خپل وخت کې د چین استازو ته ډاډ ورکړی وو چې د افغانستان خاوره به هیڅکله د چین او یا بل گاونډي په ضد نه استعمالیږي. مونږ اوس هم په خپله ژمنه ولاړ یو او له دغه سټیج خپلو ټولو گاونډیانو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان خاوره به هیڅکله د دوی په ضد استعمال نشي.
د افغانستان اسلامي امارت دویمه دوره د افغانستان او چین ترمنځ د اوږدمهاله اړیکو ته د تابیا د دورې په نامه نوموو. مونږ اوسمهال په دې کار کوو چې په اوږدمهال کې افغانستان او چین د یو بل سره همکارۍ او نیږدې اړیکې ولري.
د خوښۍ ځای دی چې افغانستان او چین اوسمهال په لوړه کچه دیپلوماتیکي اړیکې لري.
مونږ د دې شاهد یو چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر بیجنگ ته سفر وکړ، همدارنگه د چین د بهرنیو چارو وزیر او د گوند د بهرنیو اړیکو د څانگې ریس ښاغلي وانگ يي کابل ته سفر وکړ. دغسې سفرونه لا هم ادامه لري او د دواړو هیوادونو د نیږدې اړیکو څرگندونه کوي.
مونږ له چین څخه مننه کوو چې په نړیوالو غونډو او مجالسو کې یې تل د افغانستان لپاره غږ اوچت کړی دی.
په داسې حال کې چې افغانستان د دایمي امن او ثبات په لور مزل پېل کړی دی؛ چین یو له هغه همکارانو څخه دی چې پراخه سیاسي او اقتصادي اړیکې له مونږ سره لري. په افغانستان کې د نفتو د استخراج او همدارنگه د مس عینک د پروژې پېلول او مخې ته وړل د ستاینې وړ گام دی.
مونږ هیله لرو؛ هغه ورځ هم ژر تر ژره راورسیږي چې د افغانستان او چین تجارت د واخان تجارتي او اقتصادي دهلیز له طریقه تبادله شي.
مونږ د چین او ټولو بین المللي همکارانو څخه غوښتنه کوو چې په افغانستان کې د پانگونې د بې مخینې فرصتونو څخه استفاده وکړي.
ښاغلو،
د خوښۍ ځای دی چې افغانستان او چین په ډېری نړیوالو مسایلو کې د تفاهم لپاره گډ موارد لري؛ او دا اتفاق په راتلونکي کې د لا پیاوړو دوه اړخیزو اړیکو اساس تشکیلوي. د افغانستان اسلامي امارت د پخوا په څېر د چین او تایوان په قضیه کې د متحد چین څخه ملاتړ کوي.
د فلسطین قضیه چې یوه نړیواله قضیه ده تر وروستۍ ورځې پورې د چین دولت د فلسطین له دولت څخه خپل ملاتړ څرگند کړ؛ همدا ملاتړ زمونږ او د چین د نظر نیږدې والی ښيي.
په تېرو شاوخوا پنځلسو میاشتو کې د فلسطین مجاهدینو د شاوخوا ۴۵ زره شهیدانو د وینې په نذرانه وتوانیدل چې په غزه کې بریا ترلاسه کړي چې د خوښۍ ځای دی. الله جل جلاله دې د فلسطینیانو قربانۍ قبولې کړي. مونږ هیله کوو چې فلسطین د یو خپلواک دولت څښتن شي.
په پای کې یو ځل بیا د ټولو گډونوالو د راتگ څخه مننه کوم.