د بهرنیو چارو له وزیر سره د قطر دولت د سفارت شارژدافیر وکتل

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره په کابل کې د قطر دولت د سفارت شارژدافیر ښاغلي دکتور مُردِف القاشوطي وکتل.
په دې ناسته کې د افغانستان او قطر د دوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې پر لوړولو، افغانستان سره د قطر پر مرستو او یو لړ سیمه‌ییزو مسایلو خبرې وشوې.