نن د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره په کابل کې د ترکیې جمهوریت سفیر ښاغلي جنگ اونال وکتل.
په دې ناسته کې د افغانستان او ترکیې د دوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې پر لوړولو او یو لړ نورو سیمهییزو مسایلو خبرې وشوې.
د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې له حکومت مننه وکړه چې په انقره او استانبول کې یې د افغانستان د حکومت دیپلوماتانو ته د چارو په ترسره کولو کې اسانتیاوې برابرې کړې دي او زیاته یې کړه چې ترکیې سره اړیکې د ا.ا.ا. ته ځانگړی اهمیت لري.
همداراز په کابل کې د ترکیې سفیر په خپل وار ډاډ ورکړ چې هېواد یې هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو کچه لوړه شي او په سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کي ښه پرمختګونه ولرو.