د افغانستان اسلامي امارت د امریکا د ولسمشر هغه څرګندونې، چې د فلسطینیانو د بېځایه کولو او په نورو هېوادونو کې د هغوی د مېشتولو په اړه شوي، د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض ګڼي. غزه د فلسطین خاوره ده، او بل هېڅوک د هغوی د برخلیک په اړه پرېکړه نشي کولی.
اسلامي امارت باور لري چې دا ډول پلانونه نه یواځې د صهیونیستي رژیم د شومو اهدافو استازیتوب کوي، بلکې د مسلمانانو د کرکې پارونې او د سیمې د کړکېچ د زیاتوالي لامل هم ګرځي.
له همدې امله، اسلامي امارت د نړۍ له بااثر هېوادونو او د عدالت له پلویانو غواړي، چې د دې ډول توطئو په وړاندې یو واحد، عملي او پر وخت دریځ ونیسي.