خبرتیا

د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ریاست محترمو مراجعینو لپاره د قونسلي خدمتونو په برخه کې د لا اسانتیاوو برابرولو او د وخت ضایع کیدو او بهرنیو چارو وزارت د راتګ د تکلیف او انتظار د مخنیوي په موخه؛ په پام کې لري چې په بهر کې د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي او قونسلي استازولیو لخوا صادر او تصدیق شوي ټول بهرني سندونه او همدارنګه د عدم مسؤلیت جرمي فورمې په کابل ولایت کې د افغان پُست امارتي شرکت د بیلابیلو څانګو له لارې راټول او بېرته سپارل کیږي.
له همدې امله د 1403 لمریز کال د کب د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د بهرنیو سندونو د تصدیق محترم مراجعین باید خپل سندونه د (مرکزي پُست خونې) ته چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په دننه کې قرار لري وسپاري او له تصدیق وروسته سندونه بېرته له همدې پُست خونې څخه تسلیم کړي.
د یادولو وړ ده چې د عدم مسؤلیت جرمي سندونه د لاندې پُست خونو له لوري طۍ مراحل کیږي:
۱ – مرکزي پُست خونه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په دننه کې موقعیت لري.
۲- د دریم مکروریانو پُست خونه چې د سترې محکمې د دروازې ښي لوري ته موقعیت لري.
۳- د آریا ښارګوټي پُست خونه چې د اول فاز چپ لوري ته لومړي مارکیټ کې موقعیت لري.
۴- د قلعه فتح الله پُست خونه چې د قلعه فتح الله په نهم سړک موقعیت لري.
۵- د قصبې پُست خونه چې د ملي پراختیا شرکت دروازې ښي لوري ته موقعیت لري.
۶- د خیرخانې پُست خونه چې د یوولسمې امنیتي حوزې تر څېرمه موقعیت لري.
له محترمو مراجعینو څخه په درنښت هیله کیږي چې د پورتنۍ نېټې څخه وروسته د بهرنیو سندونو او عدم مسئولیت سندونو د طۍ مراحلو په پار بهرنیو چارو وزارت ته مراجعه ونکړي او خپل سندونه دې د پورتنیو یادو شویو پُست خونو له لارې طۍ مراحل کړي.