د بهرنیو چارو له وزیر سره د ایران سفیر وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر سره د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي علیرضا بیګدلي وکتل.

په یاده لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو.همدارنګه په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د تجارتي راکړې ورکړې په آسانتیا، د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګه‌والو ته دسهولتونو رامنځته کول، د ترانزیتي دهلېزونو د پراختیا او د دواړو هېوادونو د اړوندو بنسټونو د ښه کولو په اړه بحث وشو.

دواړو لوریو د روغتیا او کرنې په برخو کې د همکاریو د زیاتولو او د تجاربو د تبادلې په اړه خبرې وکړې.همداراز، د انرژۍ اړوند موضوعات، لکه د برېښنا تأمین او په تخنیکي همکاریو پراختیا هم مطرح شول.