د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محترم محمد صادق د افغانستان او پاکستان تر منځ د همغږۍ د ګډې کمیټې (JCC) په رأس کې د ا.ا.ا. بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي سره وکتل.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د روان وضعیت په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې د افغانستان او پاکستان په اړیکو او د دواړو هیوادونو تر منځ په یو لړ مسائلو او په ځانگړې توگه په دې وروستیو کې د افغان مهاجرینو د جبري اخراج په اړه یې خپله ژوره اندېښنه شریکه کړه.
محترم مولوي امیرخان متقي ټینګار وکړ چې دواړه هیوادونه باید د باور په فضاء کې خپل مسائل د خبرو اترو له لارې حل کړي، او له ټولو هغو اقداماتو او څرګندونو څخه ډډه وکړي چې د ولسونو د خپګان او احساساتو د پارونې لامل ګرځي.
د پاکستاني پلاوي مشر محترم صادق خان وویل: د دواړه ګاونډي هیوادونه په خپل منځ کې ژورې اړیکي لري، او باید غور وشي چې څرنګه کولای شو را پورته شوې ستونزې حل او فصل شي.
نوموړي وویل: په نژدې راتلونکي کې به د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی محمد اسحاق ډار کابل ته سفر ولري او هیله یې څرګنده کړه چې یاد سفر به دواړو لوریو ته مثبت نتایج ولري.
د ناستې په پای کې دواړه لوریو د ورته ناستو دوام اړین وباله.