افغانستان لپاره د چین د ولسي جمهوریت ځانگړي استازي ښاغلي یوی شیایونگ د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره وکتل.
په دې ناسته کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي اړيکو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر له ا.ا.ا. څخه د چین د دوامداره ملاتړ مننه وکړه او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې په سوداگریزه برخه کې پرمختگونه د ستاینې وړ وبلل.
د چین ولسي جمهوریت ځانگړي استازي یادونه وکړه چې هیواد به یې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي او په اقتصادي پرمختگ کې به یې له خپلې ونډې درېغ نه کوي.
همداراز، ښاغلي یو شیایو یونگ د روانې میلادي میاشتې په پای کې د چین د بهرنیو چارو وزیر لخوا د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزير ته د رسمي سفر بلنه ورکړه چې د افغان لوري لخوا په خوښې ومنل شوه.