د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان حکومت د دې پرېکړې، چې کابل کې د خپل ديپلوماتيک ماموريت کچه د سفیر هغې ته لوړوي، هرکلی کوي.

د ا.ا.ا. به هم په متقابل ډول په اسلام اباد کې د افغان سفارت د شارژدافير کچه د سفير سطحې ته لوړه کړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د کچې لوړوالی گڼو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو پراختيا ته لار اواروي.