د بهرنیو چارو وزیر سره د روسيي سفیر وکتل

نن په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر دیمیتري ژیرنوف د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.
په دې ناسته کې د افغانستان او روسیې د اړیکو په نوي پړاو، کازان غونډه کې د شوو تفاهماتو او په دوه اړخیزو کاري کمېټو بحثونه وشول.

ښاغلي ژیرنوف د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر ته روسیې لپاره د افغانستان د نوماند سفیر د منلو رسمي یادښت وسپاره او هیله یې څرګنده کړه چې د ډپلوماتیکې کچې لوړېدو سره به د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې ګڼو برخو کې پرمختګ وکړي.

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د روسیې له فدراسیون سره د اړیکو نوی فصل مهم وباله او هیله یې څرګنده کړه چې په دې پړاو کې دواړه هیوادونه وتوانېږي چې په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ لا پراخې کړي.