د بهرنیو چارو وزارت له معین سره د ایران سفیر وکتل

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال ډاکټر محمد نعیم سره د ایران سفیر ښاغلي علیرضا بیګدلي وکتلپه دې کتنه کې په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو په حل، د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا او یوشمېر نورو مهمو مسائلو خبرې وشوې.

ډاکټر نعیم د دواړو هېوادونو اړیکې له تاریخي، سیاسي او فرهنګي اړخه ژورې وبللې او د ایران له لوري يې د افغان کډوالو له مېلمه پالنې او د اسلامي امارت له ملاتړ مننه وکړه او د لا دوام هيله يې څرګنده کړه.

ښاغلي بیګدلي هم د بهرنیو چارو وزیر وروستي سفر ته په اشاره, د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا مهم ګام وباله او هم يې له افغانستان سره هر اړخیز ملاتړ ته ژمنتيا څرګنده کړه.په پای کې دواړو لوریو د همکاریو پر پراخوالي او د ګډ تفاهم په دوام هم ټينګار درلود.