د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د غزې تړانګې د مرکز “الدرج” په ګاونډ کښې فلسطیني ښوونځي باندې د صهیونیسټي رژیم وحشیانه برید چې له امله یې څه دپاسه سل تنه شهیدان او په لسګونو نور بې دفاع فلسطینیان ټپیان شول، په کلکو ټکو غندي.

د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا ددې جنایت د غندې ترڅنګ، د فلسطیني ولس د نسل وژنې د مخنیوي لپاره د اشغالګر رژیم پر وړاندې د سیمه‌ییزو او نړېوالو عملي اقداماتو غوښتنه کوي.