د بهرنيو چارو وزير له خپل قزاقي سیال سره ټيليفوني خبرې وکړې

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د قزاقستان جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي یرمیک کوشربایف سره د ټیلیفوني اړیکې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو د پراختیا او د سیمې د وروستیو حالاتو په اړه خبرې وکړې.

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د سیمې په چارو کې ډیپلوماسي، تفاهم او متقابل احترام ته ځانګړی ارزښت ورکوي. هغه ټینګار وکړ چې اسلامي امارت غواړي له خپلو ګاونډیانو او سیمه‌ییزو شریکانو سره د نه مداخلې، متقابل احترام او رغنده تعامل پر بنسټ اړیکې وساتي. نوموړي زیاته کړه چې د قزاقستان په څېر د سیمې له هېوادونو سره مثبت تعامل د اسلامي امارت د ثبات، اقتصادي پرمختګ او سیمه‌ییز تفاهم د ملاتړ څرګندونه کوي.

د قزاقستان جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له رغنده دریځونو او د سیمې د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې له روانو هڅو قدرداني وکړه. هغه د افغانستان اسلامي امارت دریځ وستایه او ټینګار یې وکړ چې د سیمې ثبات او سوکالي د ټولو هېوادونو ګډ مسؤلیت دی، چې باید د متقابل اعتماد، اقتصادي همکارۍ او دوامدار تفاهم له لارې ترلاسه شي.