د افغانستان او مرکزي اسیا مشورتي خبرو اترو ناستې ته د بهرنیو چارو وزیر وینا

الحمد لله رب العالمین والصلاةُ والسلامُ على رسوله محمد و علی اله و اصحابه اجمعین.
اما بعد:
د ازبکستان، قرغیزستان، ترکمنستان ، تاجکستان او قزاقستان جمهوریتونو محترمو معين صاحبانو او استازو؛
او ټولو درنو مېلمنو او ګډونوالو؛
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
سهار مو نیکمرغه……..
خوښ یم چې نن د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو د لومړنۍ مشورتي ناستې د جوړېدو شاهدان یو. دا ناسته چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په نوښت او د ازبکستان، قرغیزستان، ترکمنستان، تاجکستان او قزاقستان د لوړپوړو استازو په ګډون جوړه شوې ده، یو څو اړخیز سیاسي مشورتي میکانیزم دی، چې موخه یې د سیمه ییزو بدلونونو په اړه د نظرونو تبادله، د ډیپلوماتیکو همغږیو پیاوړتیا او د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د همکاریو، په ځانګړې توګه د اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي او سیمه ییز اتصال په برخو کې د عملي لارو چارو لټول دي.

په تېرو نږدې پنځو کلونو کې، د افغانستان اسلامي امارت او د منځنۍ اسیا هېوادونو لکه (ازبکستان، قرغیزستان، قزاقستان، تاجکستان او ترکمنستان) د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییز ټرانزیټ په برخه کې رغنده او اغېزمن ګامونه پورته کړي دي، چې نن یې د فرصتونو، همکاریو او سیمه ییزې همغږۍ د یوې ژوندۍ بېلګې شاهدان یو. د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو عملي، په همکارۍ‌ بنا او فرصت محوره کړنلارې، چې پر سیاسي تعامل او اقتصادي همکاریو ټینګار کوي، په سیمه ییزه کچه د متقابل اعتماد او ګډې همکارۍ یوه بریالۍ نمونه ده.
دا ناسته به پر لاندې بنسټیزو موخو ټینګار وکړي:
د افغانستان اسلامي امارت او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د سیاسي خبرو اترو او ډیپلوماتیکې همغږۍ پیاوړتیا؛
د یوې اقتصاد محوره کړنلارې په اډانه کې د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د نویو فرصتونو او سیمه ییزو همکاریو پېژندل؛
او د سیمه ییزو بدلونونو او د ثبات په ټینګښت او تلپاتې پراختیا کې د همکاریو د رول په اړه د لیدلورو شریکول.
موږ هیله من یو چې د دې ناستې په جوړولو او په ګډه د ټولو فرصتونو او ننګونو په ارزولو سره به، د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ په سیاسي، سوداګریزو، ټرانزیټي، امنیتي او د اقلیمي بدلونونو په برخو کې د هراړخیزو همکاریو یوه روښانه نقشه ترسیم کړو.

موږ نن په داسې حال کې راټول شوي یو چې له یوې خوا نړیوال نظم له جدي پوښتنو او ننګونو سره مخ دی او له بلې خوا بېلابېل توهمات او مخالف روایتونه رامنځته شوي دي؛ له یوې خوا د اسیا وچې، په ځانګړې توګه د اورآسیا سیمې د اقتصادي خوځښت شاهدان یو او له بلې خوا د لوېدیځې اسیا سیمه له جګړو او ناخوالو سره لاس او ګرېوان ده.
په دې منځ کې، بې له شکه افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه هم له دې جریانونو اغېزمن دي؛ نو اړتیا ده چې په ګډه دا مشترکې ننګونې مدیریت کړو او له شته ظرفیتونو څخه د پرمختګ، هوساینې او سیمه ییزې همغږۍ په لور د رسېدو لپاره په اغېزمنه توګه ګټه پورته کړو.

درنو ګډونوالو،
د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو اړیکې په ژورو تاریخي، جغرافیایي، دیني، کلتوري او ټولنیزو پیوندونو کې ریښې لري. موږ پېړۍ پېړۍ په دې خاوره کې د نږدې ګاونډیانو په توګه ژوند کړی، ګډ هویت، ګډ درد او ګډ راتلونکی لرو.

له یوې خوا د اسلامي نړۍ لویو شخصیتونو لکه امام ابوحنیفه، امام بخاري او امام ترمذي (رحمهم الله) د دې سیمې د ځلانده اسلامي تمدن بنسټ ایښی او له بلې خوا تاریخي او کلتوري څېرو لکه ابوریحان البیروني، رودکي، مختوم‌قلي فراغي، امیر علي شېرنوايي او ابونصر فارابي زموږ ګډ تاریخ بډایه کړی دی. نو د افغانستان او منځنۍ اسیا د اړیکو بنسټ همدا مشترکات جوړوي.

الحمدلله، نننی روایت د افغانستان اسلامي امارت او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د فرصت، همکارۍ او سیمه‌ییزې همغږۍ روایت دی، نه د تقابل او توهم. موږ په ګډه کولی شو د سیمه ییزې همغږۍ یوه بریالۍ بېلګه رامنځته کړو او په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراختیا ته لاره هواره کړو.

درنو مېلمنو !
د افغانستان اسلامي امارت بهرنی سیاست د توازن او اقتصاد محورۍ پر اصل ولاړ دی چې پر اسلامي ورورولۍ، ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او همکارۍ ټینګار کوي. په دې پالیسۍ کې د منځنۍ اسیا هېوادونه ځانګړی ځای لري. موږ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ، د ګډو سیمه ییزو فرصتونو او ننګونو له امله پر سیمه ییز محوره ستراتیژۍ ټینګار کوو. د همدې سیاست په پایله کې، نن الحمدلله د سیمې او نړۍ له ګڼو هېوادونو سره ډیپلوماتیکې اړیکې او رغنده تعامل لرو، چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره زموږ اوسنۍ اړیکې یې ښکاره بېلګه ده.

بې له شکه په سیمه ییزه کچه ځینې ننګونې شته چې د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ پر اقتصادي همکاریو او زیربناوو یې منفي اغېز کړی. د ځینو سیمه ییزو لوبغاړو امنیت‌محوره لیدلوري د ټرانزیټ په وړاندې خنډونه جوړ کړي چې د سیمې ټولیزې ګټې له ګواښ سره مخ کوي.
افغان حکومت په پوره صداقت او د حل‌لارې په لټه کې، له پاکستان سره په هغو مذاکراتو کې برخه اخیستې چې دا مهال د چین په نوښت په “ارومچي” ښار کې روان دي. زموږ دریځ روښانه دی؛ اسلامي امارت تل د خبرو اترو او متقابل درناوي له لارې د ستونزو حل غواړي، خو په عین حال کې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او ولس څخه د دفاع حق محفوظ ساتي.

محترمو حاضرینو،
افغانستان له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره شاوخوا ۲۳۲۹ کیلومتره ګډه پوله لري. اړتیا ده چې د دې سرحد په اوږدو کې د آمو سیند د غاړو په تحکیماتو او د سرحدي نښو په عصري کولو کې په ګډه کار وشي. د ځینو ویجاړونکو عناصرو لکه داعش ډلې ګواښونه، د نشه یي توکو قاچاق، غیرقانوني کډوالۍ او پلان شوي جرمونه زموږ ګډې اندېښنې دي. د افغانستان امنیتي ادارو په دې برخه کې جدي ګامونه اخیستي او د هغو کسانو پر وړاندې یې پر وخت اقدام کړی چې غوښتل یې زموږ دوستانه اړیکې زیانمنې کړي. نن په سرحدونو کې هیڅ امنیتي ستونزه نشته او موږ په دې برخو کې لا ډېرې همکارۍ ته چمتو یو.

افغانستان له نږدې نیمې پېړۍ بې ثباتۍ وروسته، اوس د یو اسلامي نظام تر چتر لاندې واقعي ثبات او سرتاسري سولې ته رسېدلی؛ د حکومتولۍ بنسټونه ورځ تر بلې پیاوړي کېږي؛ اداري فساد له منځه تللی او د چارو پر ډیجیټل کولو کار روان دی. د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرمان پر بنسټ د نشه یي توکو کښت او قاچاق منع شوی او کچه یې صفر ته نږدې شوې ده.

درنو ګډونوالو،
افغانستان د اقتصادمحوره سیاست په غوره کولو سره د سوداګرۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره زمینه برابره کړې ده. د افغانۍ ارزښت ثابت ساتل شوی او د نړیوال بانک د راپور له مخې په ۲۰۲۵ کال کې زموږ اقتصادي وده ۴.۳ سلنه وه. له منځنۍ اسیا سره زموږ د سوداګرۍ حجم په ۲۰۲۵ کال کې ۲.۷ ملیارده ډالرو ته رسېدلی چې د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زیاتوالی ښيي، خو هدف دا دی چې دا کچه په راتلونکو ۳–۴ کلونو کې ۱۰ میلیارده ډالرو ته لوړه شي.

افغانستان په خپل جیو-اکانومیک موقعیت سره هڅه کوي چې منځنۍ اسیا له سوېلي او لوېدیځې اسیا سره وصل کړي. د “افغان-ټرانس” پروژه زموږ لومړیتوب دی. د ټاپي، ټاپ او کاسا-۱۰۰۰ پروژو کارونه هم په چټکۍ سره روان دي. موږ غواړو په سیمه ییزو ترانسپورتي، ریل پټلۍ او د چاپېریال ساتنې په پروګرامونو کې فعاله ونډه ولرو. په «شنه منځنۍ آسیا» نوښت کې ګډون او په شانګهای سازمان کې د افغانستان د څارونکي غړیتوب څخه د سیمې د هېوادونو ملاتړ زموږ لپاره خورا مهم دی.

درنو مېلمنو،
په پای کې، یو ځل بیا په دې مهمې غونډې کې ستاسو ګډون او ملاتړ څخه مننه کوم او غواړم په ځانګړي ډول د ځینو ټکو یادونه وکړم.
۱. دا مشورتي ناسته دې لا پیاوړې او په دوامداره توګه ترسره شي.
۲. د دواړو لورو د متخصصینو یو څېړنیز کنفرانس دې جوړ شي ترڅو د همکاریو عملي نقشه ترتیب کړي.
۳. د ګډو امنیتي ننګونو د هواري لپاره دې پر یوې ګډې امنیتي کړنلارې بحث وشي.
۴. د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره دې یوه همغږې او ګډه تګلاره رامنځته شي.
۵. د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو د کمولو لپاره دې په ګډه کار وشي.
ستاسو له پاملرنې مننه

نورې ویناوې...