د بهرنيو چارو وزارت پر متحده عربي اماراتو برید غندي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله خپله ژوره اندېښنه څرګندوي او په دې لړ کې، د متحده عربي اماراتو پر ملکي تاسیساتو، په ځانګړي ډول پر براکه اټومي انرژۍ بټۍ، د بې‌پیلوټه الوتکو وروستي بریدونه غندي.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له ټولو ښکېلو لوریو غواړي چې له زغم او احتیاطه کار واخلي؛ د نړیوالو اصولو او مسؤولیتونو درناوی وکړي، او د تاوتریخوالي له لا زیاتېدو ډډه وکړي، ترڅو روانې شخړې د خبرو اترو او سوله‌ییزو لارو هوارې شي.