د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د روسیې د امنیت شورا له منشي ښاغلي سرګي شویګو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې د اړیکو، سیمهییز امنیت، د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو په اړه خبرې وشوې.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي اړیکو د مثبت بهیر یادونه وکړه او د افغانستان د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې له امله یې د روسیې له رهبرۍ مننه وکړه. نوموړي د امنیتي همکاریو، منظمو مشورو د لا پیاوړتیا ترڅنګ، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر اهمیت هم ټینګار وکړ.
نوموړي څرګنده کړه چې افغانستان د سیمهییز امنیت او نشهيي توکو د مخنیوي په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او له سیمهییزو هېوادونو سره د مستقیمو تماسونو او عملي همکاریو له لارې د اړیکو د پراختیا ملاتړ کوي.
ښاغلي شویګو وویل چې د افغانستان او روسیې اړیکې په بېلابېلو برخو کې د پراختیا په حال کې دي. نوموړي د امنیت او نشهيي توکو د مخنیوي په برخه کې د افغانستان د وضعیت د مدیریت مثبته یادونه وکړه.
د روسیې د امنیت شورا منشي ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به سیاسي مشورو او عملي همکاریو ته دوام ورکړل شي.