د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د مسکو فارمټ اتمې ناستې په څنډه کې د افغانستان لپاره د چین ولسي جمهوریت له ځانګړي استازي ښاغلي یو شیاویونګ سره وکتل.
په دې لیدنه کې د افغانستان او چین د دوه اړخیزو اړیکو، سیمهییز وضعیت او د ګډو همکاریو د لا پراختیا په اړه خبرې وشوې.
د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ په چوکاټ کې د افغانستان په اړه د چین له رغنده او متوازن دریځ څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره زمینه مساعده ده.
ښاغلي یو شیاویونګ د افغانستان او چین اړیکې مثبتې وبللې او د سیمې د وضعیت په اړه یې د چین لیدلوری شریک کړ. نوموړي د سیمهییز ثبات، متقابلې همکارۍ او د افغانستان د اقتصادي او سیمهییز اتصال په برخه کې د ګډو هڅو پر اهمیت ټینګار وکړ.