بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي له مرستیال سره وکتل

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، محترم مولوي امیرخان متقي، د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د سرمنشي له مرستیال، محترم سفیر طارق علي بخیت، سره وکتل.

په پیل کې د اسلامي همکاریو سازمان د نوي سرمنشي د ټاکل کېدو له امله مبارکي وړاندې شوه او د یاد سازمان په لیدلوري کې د افغانستان پر مهم ځای، او له افغانستان سره د رغنده تعامل په هکله خبرې وشوې.

د لیدنې په ترڅ کې د افغانستان او سیمې پر وضعیت او د سیمې او نړی له هېوادونو سره پر سیاسي او اقتصادي پرمختګونو خبرې وشوې، او په بېلابېلو برخو کې د نویو فرصتونو رامنځته کېدل د پام وړ پرمختګونه وبلل شول.
په پای کې د افغانستان او اسلامي همکاریو سازمان ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا او د همکاریو د نویو لارو د پرانیستلو پر اهمیت ټینګار وشو.

Click here to continue